Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پل علم ښار د نظم په موخه له څلورلارو او واټونو د کراچیو او غرفو ټولول پیل شول

پل علم (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): د لوګر د پل علم ښاروالۍ مسوولین وایي، د پل علم ښار د ښاري نظم په موخه يې کمپاین پیل کړی چې په ترڅ کې به یې د ښار له څلورلارو او سړکونو غرفې او لاسي کراچۍ راټولې او یوه ځانګړي ځای ته ولېږدول شي.

د ښاروالۍ د مطبوعاتو مسوول قیس احمد عالمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د پل علم ښاریانو او د کابل-ګردېز لویې‌لارې موټرچلوونکو د شکایتونو له مخې په دغه ښار کې په غیرقانوني بڼه د لاسي کراچیو او غرفو د ځای پر ځای کېدو له امله ښار کې ګڼه‌ګوڼه زیاته شوې او دې چارې خلکو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه، پل علم ښاروالۍ له امنیتي ارګانونو سره په بشپړې همغږۍ د خلکو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ښار له عمومي څلورلارو او واټونو څخه لاسي کراچۍ او غرفو راټولولو کمپاین پیل کړ.

نوموړی زیاتوي، دغه کمپاین به یوه اونۍ دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د راټولو شوو غرفو او کراچیو کاریګرو ته یو ځانګړی ځای په نښه او د کار کولو قانوني اجازه ورکړل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.