Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې غواګانو ته د «لمپي‌سکین» واکسین پیل شو

میدان‌ښار (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): په میدان وردګو کې د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ ۱۰ زره غواګانو ته د پوستکي «لمپي‌سکین» واکسین پیل شو.

 د میدان وردګو د کرنې او مالدارۍ ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې نن يې د دغه ولایت په مرکز، سیداباد او نرخ ولسوالیو کې د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ ۱۰ زره غواګانو ته د پوستکي ناروغۍ واکسین پيل کړ.

سرچینې زیاته کړې چې په څو راتلونکو میاشتو کې به د دغه ولایت په ټولو سیمو کې غواګانو ته یاد واکسین تطبیق شي.

د یاد ریاست له خوا په یوه بله خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ د افغانستان د راتلونکو نسلونو سازمان(FGA)  په مالي ملاتړ د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له ۹۰۰ بزګرو سره د هغوی د څارویو لپاره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.

دغه خبرپاڼه وایي، هرې کورنۍ ته دوه سوه کیلو حیواني خوراکي توکي (کنجاړه) او ۷ زره ۱۵۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.