کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د دغه فدراسیون مشر د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د تخنیکي کمېټې غړي په توګه څلور کاله نور هم په خپلې دندې پاتې شو.
د افغانستان فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي، د دغه فدراسیون مشر محمدیوسف کارګر به د یادې کمېټې له ۱۳ نورو غړو سره یو ځای خپله دنده ترسره کوي.
د فوټبال فدراسیون ویلي، د دغه فدراسیون د رسمي مکتوب له مخې محمدیوسف کارګر له ۲۰۲۳ نه تر ۲۰۲۷ کال پورې د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د تخنیکي کمېټې غړیتوب ترلاسه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر محمدیوسف کارګر تر دې وړاندې هم د فوټبال فدراسیون د تخنیکي کمېټې غړی و او د اسیا فوټبال کنفدراسیون په بیاغوښتنې سره یې غړیتوب څلور کاله نور هم وغځول شو.
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن