Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل کې د ۷ ښوونځیو ودانیو د بیارغونې چارې بشپړې شوې

کلات (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): د زابل په مرکز کلات او درېیو ولسوالیو شاه‌جوی، مېزانه او شينکۍ کې د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۷ ښوونځیو ودانۍ ترمیم او بیا ورغول شوې.

د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي محمدنسیم نصیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو اوو ښوونځیو د بیارغونې چارې د دغه ریاست تر چتر لاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي او د لوی کندهار بیاودانولو موسسې/ LKRO په تخنیکي ملاتړ ترسره شوې دي.

هغه زیاته کړه، دغه اووه ښوونځي د مرکز کلات ترڅنګ په شاه‌جوی، مېزانه او شینکۍ ولسوالیو کې دي چې د بیارغونې چارې یې د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

دی وايي، د ښوونځیو د ودانیو په ترمیماتي چارو کې د دروازو او کړکیو جوړول، د ټولګیو د چتونو سمینټ یا ایزوګام کول، د ټولې ودانۍ رنګول او نور کارونه شامل دي.

د هغه په خبره، په دې توګه د دغو ښوونځیو له بیارغونې سره څه باندې ۶ زره هلکانو او نجونو ته د زده کړې غوره چاپېریال برابر شو.

نوموړي خبر ورکړ چې په دغه ولایت کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۸ نورو ښوونځیو ودانیو د ترمیم چارې روانې دي چې ژر به بشپړې شي.

خلک د ښوونځیو د ودانیو پر ترمیم خوښ دي خو د هغو ښوونځیو جوړولو غوښتنه هم کوي چې په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي دي.

د مېزانې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالولي چې ښوونکی هم دی، پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو ښوونځیو له ترمیم سره زده کوونکو ته د زده کړې غوره چاپېریال برابر شوی ځکه مخکې په دوبي او ژمي کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

خو دی غوښتنه کوي چې د ولسوالۍ نورو ویجاړو شوو ښوونځیو ته دې هم پام وشي او بېرته دې جوړ شي.

زابل ټولټال ۲۲۲ ښوونځي لري چې ۱۶۳ یې فعال او ۵۹ یې غیر فعال دي.

د دغو ښوونځیو له ډلې ۵۰ یې ودانۍ نه لري چې له امله یې زده کوونکي په کرايي کورونو او خېمو کې زده کړې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.