Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنځو ولایتونو کې له زرګونو بې‌وزلو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): په غزني کې له ۱۰ زره اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو، په فراه او زابل کې له ۵۵۶۰ کورنیو سره د نغدو پیسو، په بلخ کې له زرو اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه؛ همداراز په بدخشان کې ۲۰۵۸ کروندګرو ته د سبزیو تخمونه ووېشل شول.

د غزني په مرکز او اب بند ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري له ۱۰ زره اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.

په یاد ولایت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي محمدعمر حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، موده مخکې په غزني ښار او اب بند ولسوالۍ کې ګډه سروې شوې وه چې په پایله کې یې څه باندې ۱۰ زره اړې کورنۍ په نښه شوې وې.

هغه زیاته کړه، نن او پرون پر یادو کورنیو د خوړو نړۍوال سازمان له لوري د خوراکي توکو او نغدو پیسو وېش لړۍ پيل شوې چې ۸۱۵۰ کورنۍ د غزني ښار او ۲۱۵۰ کورنۍ د اب بند ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

نوموړی وايي، د غزني ښار د ۸۱۵۰ کورنیو هرې یوې ته ۳۷۰۰ افغانۍ او د اب بند ولسوالۍ د ۲۱۵۰ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶ کیلوګرامه دال نخود، ۵ لېټره غوړي او یوه اندازه مالګه ورکړل شول.

له بلې خوا، د خوړو نړۍوال پروګرام د فراه ولایت په مرکز کې له ۴۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

په فراه کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) پروژوي مدیر عبدالقیوم قیومي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن يې د دغه ولایت په مرکز کې له ۴۵۰۰ اړو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

هغه زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته ۳۷۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

همداراز د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې پر ۱۰۶۰ کسانو نغدې پیسې ووېشل شوې.

د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالحلیم قرقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد شمېر کسان د سیوري ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د کوچنیو بندونو جوړولو په برخه کې پر کار ګومارل شوي وو چې د خوړو نړۍوال پروګرام لوري نغدي پیسې ورکړل شوې.

هغه زیاته کړه، هر کس ته- چې د خپلې کورنۍ سرپرستې هم پر غاړه لري- د یوې میاشتې کار په بدل کې ۷۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د یوه بل خبر له مخې، په بدخشان ولایت کې ۲۰۵۸ کروندګرو ته د سبزیجاتو تخمونه ووېشل شول.

د بدخشان د والي ویاند مولوي عبدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار او څلورو ولسوالیو کې ۲۰۵۸ کروندګرو ته د بېنډۍ، روميانو، شلغم، کرم، کدو او ګلپي تخمونه او د کورنیو باغچو جوړولو لپاره د کار وسایل ورکړل شول.

هغه زیاته کړه، دغه مرستې نن د بدخشان د کرنې او اوبو لګونې ریاست د کرنې چارو امریت له لوري د افغان ایډ او ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په همکارۍ ووېشل شوې.

له بلې خوا، د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د بشر نوید شرکتونو مجتمع له زرو اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

په بلخ کې د بشیر نوید شرکتونو د مجتمع مسوول محمدناصر رحیمي وایي، دغه مرستې یې د روژې میاشتې په مناسبت له زرو اړو کورنیو سره وکړې.

د نوموړي پر وینا، په یادو مرستو کې ۵۰ کیلوګرامه اوړه، لس کیلوګرامه وریجې او ۵ لیټره غوړي شامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.