Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ویسا نیول کېدو ته پراخ غبرګونونه؛ مجاهد وایي، د خپلسرو کړنو له امله نیول شوی

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۹  وری ۱۴۰۲): اسلامي امارت وایي چې د زده‌کړو برخې فعال مطیع‌‎الله ویسا د خپلسرو کړنو په اړه د پوښتنو لپاره استخباراتو بیولی خو بلخوا بیا د هغه نیول کېدو په ملي او نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه پارولي دي.

مطیع‌الله ویسا چې د قلم لار ټولنې مشر هم دی، پرون مازدیګر د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند له خوشحال خان مېنې بیول شوی دی.

د نوموړي ورور ولي‌محمد اخلاقي پرون پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه او ویسا د مازدیګر لمانځه لپاره جومات ته تللي وو، له لمانځه وروسته ویسا له ما مخکې له جوماته ووت، زه لږ تم شوم، خو وروسته چې ووتم، ومې لیدل چې په دوو بې‌نمبر پلېټه موټرو کې امنیتي کسان راغلي وو او له مطیع‌الله ویسا سره یې خبرې کولې.»

اخلاقي وایي، د امنیتي کسانو چلند سم نه و، دوی ترې د استخباراتو کارتونه غوښتل، خو هغوی ویسا خپل موټر ته وخېژاوه او له ځان سره یې بوت.

پرون امارتي مسوولینو په دې اړه څه نه وو ویلي، خو اوس د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بي‌بي‌سي ته ویلي چې هغه د خپلسرو فعالیتونو له امله د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: «ده غونډې جوړولې، ځیني تحرکات یې درلودل او د نظام ضد ځينې هڅونې یې درلودې او په همدې دلیل نیول شوی چې څېړنې ترې کېږي.»

د مجاهد په وینا، ټول حکومتونه د عامه نظم لپاره نېونې کوي، خو په وینا یې چې له هیچا سره به بې انصافي نه کېږي.

د هغه بل ورور عطاء‌الله ویسا په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې نن یو ځل بیا سهار لس بجې یې د څو ساعتونو لپاره کور محاصره شوی و.

هغه زیاته کړې، د ده دوه نور وروڼه یې هم نیولي، ماشومانو، ښځو او مور ته یې سپکې سپورې کړې دي، شخصي حریم ته ننوتلي وو، موبایلونه او نور وسایل یې وړي دي.

دی وایي: «دوی زما د نیولو هڅه کوي، خو زه په یوه خوندي ځای کې یم، ډېره ناروا کړنه یې له موږ سره کړې ده، موږ د قلم خلک یو، موږ ۱۵ کاله په رضاکار ډول کار کړی او له خپلې مبارزې نه تېرېږو، د خپل ملت لپاره هرې قربانۍ ته تیار یو.»

د ویسا نیول کېدو په هېواد کې دننه او په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه پارولي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره د ویسا پر نیولو خواشيني ښودلې ده.

هغه ويلي: «د مطیع‌الله ویسا او د قلم لار بنسټ فعالیتونه د هېواد په خیر بولم او له  سرپرست حکومته غواړم چې د نوموړي د ژر تر ژره خوشي کېدو لپاره له هیڅ ډول هڅې ډډه و‌نه کړي، بلکې برعکس د قلم لار بنسټ د فعالیتو پراختیا او ودې لپاره له دوی سره لازمې مرستې او همکاري هم وکړي.»

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل هم د ویسا پر نیول کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

هغه په ټویټر کې لیکلي، مطیع الله ویسا هغه ځوان دی چې د تعلیم ډیوه یې بله ساتلې؛ هیله ده دغه شان ځوانان چې علم او پوهې ته هلې ځلې کوي، د ځپلو پر ځای وستايل شي او باید ژر تر ژره خوشی شي.

مدني فعال حکمت سروش ویلي، مطیع الله ویسا رښتینی خدايي خدمتګار دی، هغه او کورنۍ یې له کلونو راهیسې د افغان ماشومانو زده‌کړو لپاره ستړې ګاللي دي.

د نوموړي په وینا، ویسا د افغانستان هر لرې پراته کلي ته تللی او د هغو ماشومانو او ځوانانو د زده‌کړو او انساني ژوند لپاره یې غږ پورته کړی چې لا له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي.

بلخوا ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې، امریکا او د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان د مطیع الله ویسا پر نیول کېدو خواشیني څرګنده کړې او د هغه د ژر تر ژره خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر په دې اړه پر خپله ټویټرپانه لیکلي: «موږ پر واکمنو چارواکو غږ کوو چې د هغه ځای او د نیول کېدو لاملونه روښانه کړي او همدارنګه ډاډ ورکړي چې قانوني وکالت ته لاسرسی لري او له خپلې کورنۍ سره په تماس کې دی.»

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن هم د ویسا پر نیول کېدو اندېښنه څرکنده کړې ده.

https://twitter.com/tomas_niklasson/status/1640604072293040128?s=20

هغه پر ټویټر لیکلي چې ویسا له کلونو راهیسې د نجونو او هلکانو زده‌‎کړو لپاره مبارزه کوي او له چارواکو یې د هغه د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارزدافیرې مېرمن کرن ډیکر هم د ویسا او نورو ښځینه فعالانو پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي د ویسا په ګډون د ټولو فعالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

https://twitter.com/USAmbKabul/status/1640709225872601088?s=20

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین  او د پښتنو د ملي ګوند مشر محسن داوړ هم د هغه د خوشي کولو غوښتنې کړې دي.

په ملي او نړۍواله کچه د ویسا د نیول کېدو په تړاو له غبرګونونو وروسته د اسلامي امارت یوه چارواکي جواد څارګر پر ټویټر لیکلي، د ټولنيزو رسنيو فشار به هيڅکله نظام د عدالت له تطبيقه ونه وېروي، هر څوک چې مشکوک تحرکات کوي، خامخا به د ځواب ويلو لپاره غوښتل کېږي؛ هیڅوک حق نه لري چې بغير له تحقیقه پر نظام تور پورې کړي.

هغه زیاته کړې: «مشکوک خلک بايد جواب ووايي همدا وقايه ده.»

بلخوا بیا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر رسنیو د څار کمېټې مشر عبدالحق حماد پر ټویټر لیکلي: «ويسا نه پېژنم او نه يې له قضيې خبر يم خو کړنې يې مشوکې وې او نظام حق لري چې داسې خلک د وضاحت لپاره وغواړي.»

https://twitter.com/AbdulHaqHammad2/status/1640702172932325378?s=20

د هغه په وینا، دا چې د يو فرد نيول کېدو دومره پراخ غبرګونونه راوپارول، معلومېږي چې د همدومره پراخې دسيسې مخه نيول شوې.

مطیع‌الله ویسا د قلم لار ټولنې له ادرسه د هېواد ګوټ ګوټ ته سفرونه کړي او خلک یې زده‌کړو ته هڅول چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي. هغه پر زده‌کوونکو قلمونه او کتابچې هم وېشل.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.