کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۲): د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان څخه د شل اووریزې لوبلړۍ تر ګټلو وروسته نن بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ نن (چهارشنبه) په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي، افغان ملي لوبډله د پاکستان پر وړاندې د تاریخي لوبلړۍ له ګټلو وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستنه شوه.
دغه سیالۍ د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د روانې مارچ میاشتې په ۲۴مه پیل شوې وې او د همدې میاشتې په ۲۷مه پای ته ورسېدې.
په یاد سفر کې د کرکټ ملي لوبډلې له پاکستان سره درې شل اووریزې سیالۍ ترسره کړې چې دوه یې افغانستان او یوه يې هم پاکستان وګټله.
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن