Language

د غور استیناف محکمې د مدني دیوان رییس په دوه‌نیم کاله بند محکوم شو

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۲): د غور سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د استیناف محکمې د مدني ديوان رییس مولوي محمداکبر حکمت د بډو اخیستلو په تور په دوه کاله او شپږ میاشتو «تنفیذي حبس» محکوم شو.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل: «د غور استیناف محکمې د مدني دیوان رییس پرون په یوه محکمه کې په دوه‌نیم کاله بند محکوم شوی دی؛ د دغه قاضي جرم رشوت اخیستل و.»

هغه وایي، د غور محکمې د مدني دیوان رییس مولوي محمداکبر حکمت د ۱۵۰ زره افغانۍ رشوت اخیستلو په جرم په دوه‌نیم کاله بند محکوم شوی دی.

د حماس په خبره، یاد قاضي شاوخوا یوه میاشت مخکې د استخباراتو ځواکونو له خوا په غور ولایت کې نیول شوی و.

login or register a new account.