ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خیبر پښتونوا کې چاودنه؛ د یوه افسر په ګډون څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي

خیبر پښتونوا کې چاودنه؛ د یوه افسر په ګډون څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي

author avatar
30 Mar 2023 - 06:47
خیبر پښتونوا کې چاودنه؛ د یوه افسر په ګډون څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي
author avatar
30 Mar 2023 - 06:47

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۲): د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د یوې چاودنې له امله د یوه افسر په ګډون څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو قوماندانۍ له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو ته د ترهګریزو فعالیتونو په اړه خبر ورکړل شوی و.

سرچینې زیاته کړې، کله چې په سیمه کې د پولیسو د مشر اقبال په ګډون یو شمېر پولیس ساحې ته روان شول نو په لاره کې پرې چاودنه وشوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په چاودنه کې اقبال مومند او درې نورپولیس ووژل شول او شپږ نور  ټپیان شوي دي.

بلخوا د عوامي نیشنل ګوند غړي ایمل ولي خان، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر  منظور پښتین او یو شمېر نورو مشرانو دا چاودنه غندلې ده.

[/restrict]

Views: 77

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.