ترینکوټ (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۲ ): د اروزګان په پنځو ولسوالیو کې لس نوي روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول چې لسګونه زره کسانو ته به پکې روغتیايي خدمات وړاندې شي.
چارواکي وايي، دغه لس روغتیايي مرکزونه د یاد ولایت په چورې، چنارتو، چارچینو، خاص اروزګان او دهراوود ولسوالیو کې د پولیو د مخنیوي نړۍوال سازمان (PEI) په مالي او د روغتیا او ټولنې د ودې او پراختیا سازمان (OPHCD) په تخنیکي همکارۍ پرانیستل شول.
په اروزګان کې د روغتیا او ټولنې د ودې او پراختیا سازمان یوه مسوول ډاکټر حضرتګل زهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو لسو ساحوي روغتیايي مرکزونو له لارې به د یادو پنځو ولسوالیو لسګونه زره اوسېدونکو ته د اوږدې مودې لپاره روغتیايي خدمات وړاندې شي.
هغه زیاته کړه، په هر روغتیايي مرکز کې به د پنځو ښځینه او نارینه روغتیاپالانو په مرسته د واکسین د تطبیق، د خوارځواکو ماشومانو لپاره د تقویتي موادو وېش او مشورې، د ماشومانو د زېږون او نور لومړني خدمات وړاندې کېږي.
نوموړي وویل، د دې پروژې ټول لګښت ۱.۸ میلیون ډالر دی چې د پولیو د مخنیوي نړۍوال سازمان له لوري ورکول کېږي او په دوو کلونو کې به د اړوندو سیمو ۲۴۳ زره اوسېدونکو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې شي.
نوموړي خبر ورکړ چې ټولو روغتیایي مرکزونو ته اړین طبي او غیرطبي وسایل او درمل لېږل شوي او رسما یې په خدماتو پیل کړی دی.
د اروزګان ولایت د عامي روغتیا رییس ډاکتر محمدالله روحاني وویل، یاد لس ساحوي روغتیایي مرکزونه به په هغو سیمو کې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي چې مخکې ورڅخه بېبرخې وو.
هغه وویل، اوس به د همدې پروژې له لارې د دوو کلونو لپاره خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي، خو وروسته په پلان کې شته چې یاد روغتیایي مرکزونه په دایمی روغتیايي مرکزونو بدل شي.
هغه وایي، هڅې کېږي چې د ولایت په هغو نورو سیمو کې چې لاهم له روغتیایي چوپړتیاوو بېبرخې دي، همدغه ډول خدمات ورسول شي.
د اروزګان د لرو سیمو اوسېدونکي خوښ دي چې په سیمو کې یې ګڼ روغتیایي مرکزونه تازه په خدماتو پیل کوي.
د چورې ولسوالۍ د عشهزایي سیمې یو اوسېدونکی قدرتالله وايي، د هغوی له سیمې د ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته دوه ساعته لاره ده.
نوموړي زیاته کړه، له همدې امله به هغوی له لومړنیو روغتیايي خدماتو بېبرخې وو او ان د سیمې ښځو یې په روغتیایي مرکزونو کې د مسلکي قابلو پر ځای په کورونو کې د دایيګانو په مرسته ولادت کاوه.
هغه وايي، اوس به یې دا او نورې ستونزې حل شي.
د اروزګان په پنځو ولسوالیو کې لس روغتیایي مرکزونه په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې د دغه ولایت یوازینی ۵۰ بستریز ولایتي روغتون هم د ځای او پرسونل له کمښت سره مخ دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP