[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۲): په پاکستان کې د اقتصادي وضعیت له خرابېدو وروسته د وړیا اوړو د وېش پر مهال ګډوډیو کې ۱۱ کسان مړه شوي دي.
ځایي چارواکو ویلي چې اته کسان په خیبر پښتونخوا او ۳ نور د پنجاب په صوبه کې مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، پاکستان چې د نغدو پیسو له جدي کمښت سره مخ دی، تېره اونۍ یې د روژې په میاشت کې له بېوزلو کورنیو سره د وړیا اوړو وېش په داسې حال کې پیل کړ چې د توکو بیې دومره لوړې شوې چې د دغه هیواد په تاریخ کې ساری نه لري.
حکومت غواړي په دغه کار سره د لږ عاید لرونکو کورنیو د اوږو بار سپک کړي، خو د وړیا اوړو د وېش په مرکزونو کې له یوې خوا د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي او له بلې خوا له خلکو سره دا وېره وي چې د حکومت د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره به یې نوبت ونه رسېږي، له همدې امله ټیل ماټېل جوړېږي.
د پاکستان د پنجاب صوبې سرپرست حکومت ویلي چې تر اوسه یې په دې صوبه کې پر خلکو شل میلیون بوجۍ اوړه وېشلي دي.
په عین حال کې، خیبر پښتونخوا کې چارواکي وایي چې د خلکو لپاره په کافي اندازه اوړه لري خو دا چې خلک حوصله نه کوي له همدې کبله ټیل ماټېل جوړ شوی دی.
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف حکومت په داسې مهال په هېواد کې د وړیا اوړو وېش پیل کړی چې لا یې هم د پیسو له نړۍوال وجهي صندوقه ۱.۱ میلیارد ډالر اقتصادي مرستې نه دي ترلاسه کړې او له داسې اقتصادي بحران سره مخ دی چې د دغه هېواد په تاریخ کې ساری نه لري.
د خپل تاریخ تر ټولو ناوړه اقتصادي وضعیت ترڅنګ، د پاکستان د بهرنیو شتمنیو ذخیره هم مخ په کمېدو ده او انفلاسیون هم په بې سارې توګه ۴۵ سلنې ته رسېدلی دی.
د خوراکي توکو نرخونو لوړوالي او د ګاز او برېښنا په بېلونو کې ډېروالي په ټول پاکستان کې خلک اندېښمن کړي. اقتصادي کارپوهان چې په پاکستان کې اقتصادي چارې څاري وایي، دغه هېواد د ایاېماېف له خوا د اقتصادي مرستو ترلاسه کولو کې د ځنډ له کبله له داسې یو حالت سره مخ دی چې نه شي کولی خپل پور پر ټاکلې موده ادا کړي.
دغه کارپوهان وایي، په تېر یو کال کې د سبزیجاتو، مېوو، غلې دانو، لبنیاتو او برېښنا نرخونه دوه چنده لوړ شوي او بزګران هم نه شي کولی د خپلو کښتونو لپاره کیمیایي سرې په ټیټ نرخ پیدا کړي.
یادونه: په دې خبر کې د امریکا غږ له راپوره استفاده شوې ده.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP