Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه اسراییل ته رسېدلې

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د پاکستان او اسراییلو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیل شوې او د خوراکي توکو لومړۍ جوپه یې اسراییل ته رسېدلې ده.

د امریکا غږ د راپور له مخې، یو پاکستاني یهود سوداګر فشیل بن‌ خالد او د "امریکايي یهودي کانګرېس" څخه درې نورو اسراییلي سوداګرو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی په دې معامله کې ښکېل وو.

بن خالد د پاکستان په کراچۍ ښار کې ژوند کوي؛ چېرې چې نوموړی د یهودیت دین له مخې چمتو شوي خوراکي محصولاتو په تصدیق کولو بوخت دی، هغه دا توکي ټولې نړۍ ته صادروي.

بن خالد پر خپله ټویټرپاڼه د بیت‌المقدس په بازار کې د خرما، وچې مېوې او پاکستاني مصاله‌جاتو په ګډون د سوداګریزو توکو یوه ویډیو خپره کړې ده؛ دا ویډیو په دوو ورځو کې تر ۶۵۰ زره ځلې ډېره کتل شوې ده.

هغه امریکا غږ ته ویلي، فکر یې نه کاوه چې دا موضوع به دومره لویه شي؛ ځکه چې دا اسراییل ته د پاکستاني محصولاتو لومړی صادرات نه وو.

بن خالد زیاته کړه: «د اسراییل حکومت او پېرودونکي له پاکستانه د مستقیمو بارونو د ورلېږدېدو په هکله کومه ستونزه نه لري او اسراییل هم د پاکستان بانکونو ته د پیسو په لېږلو کې کومه ستونزه نه لري.»

ژورنالېستان، سیاستوال، سوداګر او نور خلک چې د دغو سوداګرو ټویټرپاڼې تعقیبوي، د دغه نوښت هرکلی یې کړی؛ ځینو خلکو له ترې د معلوماتو غوښتنه کړې چې څنګه په اسراییل کې خپل محصولات وپلوري.

د پاکستان د یوه ټلویزیوني چینل یوه ویاند سید وقاص شاه لیکلي: «مبارک شه وروره، تاسو په زړه‌پورې خدمتونه کوئ چې ډیپلوماتان او سیاستوال نه دي توانېدلي ترسره یې کړي.»

يوه بل پاکستاني تبعه ضميراحمد ملک ليکلي، د دې وخت رارسېدلی چې پاکستان او اسرایيل سره نږدې شي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغه نادر تجارت په اړه څه نه دي ویلي.

اسلام‌اباد له اسراییل سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او دا هېواد پر رسمیت نه پېژني، خو دا چې په سیمه کې یو جلا فلسطیني دولت جوړ شي؛ هغه پالیسي چې اکثر اسلامي هېوادونه یې تعقیبوي.

د امریکا د یهودانو کانګرېس ویلي چې د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب نندارتون له پاکستاني او اسراییلي سوداګرو سره مرسته وکړه چې دا معامله ترسره کړي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، پاکستان پر اټومي وسلو سمبال هیواد دی او باور کېږي چې اسراییل هم اټومي وسلې لري. دواړو هېوادونو له ۲۰۰۵ کال راهیسې کله چې د بهرنیو چارو وزیرانو یې په ښکاره سره لیدلي، د امنیتي چارو په تړاو یې پټې ناستې درلودلې دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.