Language

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې سریلانکا ته ماته ورکړه

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۲): د افغانستان له نولس کلنو کم‌عمره لوبډلې د دوه اړخیزې لوب‌لړۍ لومړۍ سیالۍ کې سریلانکا ته د ۵۰ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې د یادې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ۴۵.۲ اورونو کې یې د ۲۳۳ منډو هدف وټاکه.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان په ګټه وفي‌الله تره‌خېل ۶۸، نعمان شاه ۶۴ او جمشېد خان ځدراڼ ۵۷ منډې ترسره کړې. د سریلانکا له لوري ملشا تاروپاتي ۴ او ویهاس تیومیکا ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د افغانستان له خوا ټاکل شوي هدف پسې که څه هم سریلانکایي لوبډلې ښکلی پیل درلود خو د خلیل احمد د توپ‌اچونې پر وړاندې پاتې راغله او ۱۸۲ منډو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د افغانستان له لوري خلیل احمد پنځه، فریدون داودزي دوه او کامران هوتک یو لوبغاړی وسوځول.

د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې چټک توپ‌اچوونکي خلیل‌احمد په ۸ اورونو کې د ۳۸ منډو بدل کې د ۵ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادوونې ده، افغان ستوري به له سریلانکا سره د یادې لوبلړۍ وروستۍ سیالي سبا ماسپښین ۳:۳۰ بجې د ابوظبي په ټولورینس اوول لوبغالي کې ترسره کړي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.