[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۲): د ننګرهار مرستيال والي له هغه کس سره وليدل چې شاوخوا لس کاله مخکې يې په يوه بريد کې یو امريکايي سرتېری وژلی و.
د ننګرهار ولایت مقام له خوا د وري په ۱۲مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د حکمتالله خالد په نوم له هغه مجاهد سره وليدل چې شاوخوا لس کاله مخکي يې د دغه ولایت په شينوارو ولسوالۍ کې ۲۶ کلن امریکایي خورد ضابط مایکل کیبليو د چاقو په وسیله له منځه وړی و او خپله له سيمې ژوندی وتلی و.
سرچینې زیاته کړې، یاد بريد لس کاله مخکې د ۱۳۹۲ کال د وري په ۱۲مه نېټه شوی و او امريکايي ځواکونو یې هم پخلی کړی و.
خبرپاڼې د حکمتالله خالد له خولې لیکلي، هغه مهال څوارلس کلن و او د ښوونځي زدهکوونکی و چې د امریکايي عسکرو په ليدو سره يې د دوی وحشتونه او ظلمونه سترګو ته ودرېدل او د خپلو هېوادوالو غچ يې د سر په بيه واخیست خو د سپېڅلي عزم په درلودو خپله له سیمې ژوندی ووت او په يوه بله سيمه کې يې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړ.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمدرباني ناصح د نوموړي د دې اتلولۍ ستاينه او قدرداني وکړه او دا کړنه يې د افغانانو په تاريخ کې ستره مېړانه ياده کړه.
نوموړي له خالد سره نغدي مرسته وکړه، هغه ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، امارت به خپلو ملګرو ته چې په تېر کې يې داسې اتلولۍ ښودلې، ځانګړې پاملرنه وکړي.
[/restrict]
Views: 3175
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن