Language

د هوايي شرکتونو ټولنه وايي، د پورونو نه ورکولو له امله ښايي پاکستان ته الوتنې بندې شي

کابل (پژواک، ۱۲ وري ۱۴۰۲): د هوايي شرکتونو ټولنې پاکستان ته خبرداری ورکړی چې ښايي د ۲۹۰ میلیون ډالرو پور له امله دغه هېواد ته الوتنې بندې کړي؛ ځکه چې دوی ته د پيسو په ورکولو کې خنډونه رامنځته شوي دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د هوایي شرکتونو نړۍوالې ټولنې (IATA) دغه خبرداری د تېرې چهارشنبې په ورځ پاکستان ته ورکړی دی.

سرچینې لیکلي چې پاکستان له جنورۍ راهیسې د بهرنیو شرکتونو ۲۹۰ میلیون ډالر پوروړی دی چې دا له نایجیریا وروسته د هوایي شرکتونو پورونو دویمه لویه کچه ده.

د نړۍوالو شرکتونو ټولنې سیمه‌ییز مرستیال مشر فيلېپ  (Philip Goh) ویلي: «که چېرې دا حالات دوام وکړي چې په یو هېواد کې د عملیاتو اقتصادي اړخ بې ثباته کېږي نو دا تمه کېدای شي چې هوايي شرکتونه خپلې قیمتي الوتکې په نورو هغو ځایونو کې وکاروي چې غوره‌ پایلې ولري.»

هغه ویلي چې «ورجن اټلانټېک اېروېس» (Virgin Atlantic Airways) په دې وروستیو کې پاکستان ته خپلې الوتنې بندې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان بهرنیو اسعارو زېرمې په دې وروستیو کې شاوخوا ۴.۶ میلیارد ډالرو ته راښکته شوې چې د څلورو اونیو وارداتو پوره کولو لپاره کافي دي. دغې چارې د پاکستان مرکزي بانک دې ته اړ کړی چې له دغه هېواده د ډالرو لېږل ستونزمن کړي.

په پاکستان کې د شهباز شریف حکومت له نړۍوالې مالیاتي‌ ادارې یا ای اېم اېف سره په خبرو بوخت دی چې پاکستان ته د هغوی د ۲۰۱۹ کال د تړون له مخې د ۶.۵ میلیارد ډالرو پور د ورکړې بهیر بېرته پیل شي.

د راپورونو له مخې، دا مهال ۲۸ بهرني هوايي شرکتونه پاکستان ته الوتنې کوي.‌

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.