منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سي‌اېس‌ټي‌او له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۰ کتنې

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۲): د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت تړون یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې، خو اسلامي امارت مخکې دا ډول اندېښنې بې‌ځایه بللې دي. ‌

د روسیې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه سازمان (CSTO) منشي ایمانقلي تاسماګمبتوف دغه څرګندونې تېره ورځ ‎د دغه سازمان د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې کړې دي.

هغه ویلي: «د ډله‌ییز امنیت تړون کې زموږ متحدو هېوادونو ته د افراطي افکارو او تروریستي ډلو د نفوذ خطر وجود لري.»

ده ادعا کړې چې پر تروریستي ډلو سربېره په افغانستان کې د مخدره توکو قاچاقبران هم اوس مهال د ودې په حال کې دي.

له دې مخکې د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت (CSTO) تړون د قواوو لوی درستیز اناتولي سیدوروف ویلي وو چې د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ هغه سخت دریځه ډلې دي چې په افغانستان کې یې پښې ټینګې کړې ده.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د سیدوروف د یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو چې هېوادونه دې په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون په اړه بې‌بنسټه تورونه نه لګوي.

متقي ویلي وو: «که په افغانستان کې یو داعشي هم سر پورته کوي، هغه به په سر وهل کېږي؛ لکه چې مو لېدلي، هر څوک کولای شي افغانستان ته راشي، هر څه له نږدې وګوري، موږ ورسره مفاهمه او مذاکره کوو خو تور دې څوک نه لګوي.»

متقي همدا راز ویلي وو چې د افغانستان له خاورې هیڅ هېواد ته ګواښ نشته او نه به دا خاوره د چا پر ضد کارول کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست