ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي سرچینې: د بلخ پر مخکني والي بریدکوونکی نیول شوی

امنیتي سرچینې: د بلخ پر مخکني والي بریدکوونکی نیول شوی

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۲): د افغانستان د استخباراتو عمومي رياست وايي، د بلخ پر مخکني والي مولوي محمد داوود مزمل بريدکوونکی يې د سمنګان په مرکز ايبک ښار کې نيولى دى.

یاد رياست نن په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، نيول شوى کس د داعش ډلې اړوند ‎دی چې يو شمېر نور پېچلي عمليات یې هم ترسره کړي او د دغې ډلې لپاره يې د هېواد په شمالي ولايتونوکې د څارنې په برخه کې فعاله ونډه درلوده.

سرچينې دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه کس څه وخت نیول شوی، خو زياته کړې يې ده چې هغه د بلخ پر والي مولوي محمد داوود مزمل برید، په مزارشريف کې د تبيان پر فرهنګي مرکز، د شیعه‌ګانو پر «مسجد سه دکان»، د ملکي وګړو پر فلاینکوچ موټر چاودنه او د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې پر یوې دیني مدرسې بریدونو کې لاس درلود.

دغه راز د استخباراتو ریاست ویلي چې د داعش ډلې دغه غړی یې د یو لړ پېچلو عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.

په هغه وېډیو کې چې د استخباراتو د عمومي ریاست په ټویټر کې خپره شوې، نیول شوی کس د یو شمېر عملیاتو مسوولیت پر غاړه اخیستی او وايي: «په فاریاب او بلخ ولایتونو کې مې څو ځایونه څارلي وو، معلومات مو کړي وو چې غوښتل مو پر هغو ځایونوعملیات وکړو، خو مخکې له دې چې عملیات ترسره کړو، د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري ونیول شم.»

د يادونې ده، د بلخ مخکنی والي مولوي محمد داوود مزمل تېر کال د کب په ١٨مه په يوه ځانمرګي بريد کې ژوند له لاسه ورکړ.

Views: 200

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.