تالقان (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۲): ۴۷ کلنه ظریفه چې له اتو کلونو راهیسې له سهاره تر ماښامه د اته کسیزې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره د تالقان ښار په کوڅو او سړکونو کې پر یوه ولچیر سرګردانه ګرځي راګرځي، وايي چې د خپلو ماشومانو د نسونو مړول یې د ژوند یوازینۍ هیله ده.
د شپې مهال باران، سهار کې د لمر راختل او د اسمان شین کېدل، د ونو او بوټو بېرته زرغونېدل دا ټول د ساړه او سخت ژمي د پای ته رسېدو نښې دي؛ خو د طبيعت د ټولو ښکلاوو په منځ کې په تالقان ښار کې د ۴۷ کلنې ظریفې چاودي لاسونه، کړوپه ملا، زړې جامې او لالهانده هوش د هغې د بېوزلۍ او سخت ژوند کیسه کوي چې نه د پسرلي ښکلا، نه د اوړي ګرمي او نه هم د ژمي ساړه ورته د پای ټکی اږدي؛ هغه یوازې د ولچیر په وسیله کولای شي چې د تالقان ښار په کوڅو کې وګرځي او خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي.
ظریفې له پژواک سره په خبرو کې وویل: «له اتو کلونو راهیسې د سوالګرۍ له لارې د یوې اته کسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کوم چې له ملا برخې څخه معیوبه شوې یم، اوس مې یوازینۍ هیله د حکومت او بنسټونو له خوا راسره مرسته ده، څو په دې زړبوډۍ کې له سوالګرۍ لاس واخلم او ماشومان مې ماړه وګورم.»
هغې زیاته کړه: «کورنۍ ته مې نفقه راوړونکی نه لرم، اولادونه مې سر او نیم سر دي دي، له کلونو راهیسې هڅه کوم د سوالګرۍ له لارې خپلې اته کسیزې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړم، په داسې حال کې چې د زړښت په عمر کې یم، تر څو به داسې په کوڅو کې سرګردانه ګرځم، حکومت دې ماته او داسې نورو اړو کورنیو ته پاملرنه وکړي.»
نوموړې زیاتوي، په اوړي کې د اوږدو او ګرمو ورځو او ژمي کې د یخنۍ په زغملو سره د ورځې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې ټولوي چې په دغو پیسو د خپلې کورنۍ د لګښت هیڅ برخه نه شي پوره کولی.
هغه زیاتوي: «اوس هیله لرم چې د حکومت په ملاتړ وکولای شم په کوڅو کې له سوالګرۍ او لالهاندۍ لاس واخلم او د کورنۍ غړو ته د ډوډۍ پیدا کولو له اندېښنې پرته خپل ژوند ته دوام ورکړم.»
ظریفې یادونه وکړه: «خاوند مې اته کاله وړاندې له دې امله له لاسه ورکړ چې د هغه د درملنې وس مې نه درلود، په پایله کې له تېرو اتو کلونو راهیسې د کورنۍ نفقه برابرونکې یمه، اوس د ملا پر درد اخته یمه او یوازې په یو دری څرخه ویلچر چې د سویډن کمېټې له ادرسه مې ترلاسه کړی کولای شم د تالقان په کوڅو کې پرې وګرځم، څو کورنۍ ته مې یوه ګوله ډوډۍ برابره کړم.»
ظریفه سره له دې چې د روژې مبارکه میاشت د همکارۍ او مرستې میاشت بولي وایي: «اوس په کور کې له نیم کیلو وچ چای او دوه کیلو غوړیو پرته هیڅ هم نه لرم؛ هیلهمنده یم چې د حکومت او بنسټونو له لخو راسره مرسته وشي څو د روژې میاشت له اندېښنو پرته تېره کړم.»
هغې له پژواک سره د خپلو خبرو په دوام د خیریه بنسټونو او حکومت له نه رسېدنې شکایت وکړ او وې ویل: «دوه کاله کېږي چې د تخار د معلولینو او شهیدانو ادارې د دروازې تر شا سرګردانه یم، تر اوسه هیڅ ډول رسېدنه راته نه ده شوې.»
یاده مېرمن زیاتوي، په داسې حال کې چې اړه او مستحقه هم ده خو کله د برېښنایي پېژندپاڼې نه لرلو او کله د پيسو نشتوالي په پلمو له یادې ادارې څخه ایستل کېږي.
په ورته وخت کې، د تخار د معلولینو او شهیدانو رییس مولوي احسانالله د معلولیت لرونکو د همکارۍ غوښتنې فورمونو ته د رسېدنې چارې پیلېدو خبر ورکوي او وايي، هیڅ مستحق کس به د دغې ادارې له خوا له پامه ونه غورځول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روژې میاشتې له رارسېدو سره د تېرو کلونو په څېر د لومړنیو توکو بیه لوړه شوې نه ده؛ خو د کورنیو د عایداتي سرچینو فلج کېدل له مهمو اندېښنو څخه ګڼل کېږي چې ډېری بېسرپرسته کورنۍ همکارۍ ته اړتیا لري.
Views: 126
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP