ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز یوه اوسېدونکي د قومي جرګو له لارې لسګونه حقوقي قضیې حل کړې دي

د کندوز یوه اوسېدونکي د قومي جرګو له لارې لسګونه حقوقي قضیې حل کړې دي

author avatar
3 Apr 2023 - 16:21
د کندوز یوه اوسېدونکي د قومي جرګو له لارې لسګونه حقوقي قضیې حل کړې دي
author avatar
3 Apr 2023 - 16:21

کندوز (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۱): د کندوز ولايت يو اوسېدونکى چې په دې وروستيو کلونو کې يې لسګونه قضيې د قومي جرګو له لارې حل کړې وايي، د خلکو ترمنځ د سولې او ورورګلوۍ رامنځته کولو ته ډېر لېوال دی.

هغه زیاتوي، له کلونو راهیسې دا کار کوي او ډېرې شخړې یې چې هوارې کړې، د حکومتي محکمو له لوري نه وې حل شوې.

عبدالکریم تڼی چې ۴۸ کلن دی او له څو کلونو راهیسې یې په کندوز کې یو شورا جوړه کړې، وايي چې له ۱۳۹۲ کال راهیسې یې په کندوز، تخار، بغلان، پکتیا او خوست ولایتونو کې د خلکو ترمنځ لسګونه شخړې هوارې کړې دي.

هغه وايي، ډېری قضيې یې چې حل کړې حقوقي، جنايي او سوداګريزې شخړې وې چې له لسيزو راهيسې رامنځته شوې وې.

تڼی دغه راز زیاتوي، کومو قضیو ته چې رسېدنه شوې، ډېرې یې د محکمو له لارې نه وې حل شوې او خلکو د هغو د حل لپاره ده ته مراجعه کړې ده.‎

هغه وايي: «زموږ هیله دا ده چې په افغانستان کې ارامي وي، اسلامي نظام جوړ دی، جګړه نه وي، تاوتريخوالى نه وي، د خلکو ترمنځ شخړې هوارې شي او خلک د ورورګلوۍ په فضا کې ژوند وکړي.»

تڼي زیاته کړه چې افغانستان د جرګو او شوراګانو هېواد دی او له اسلامي امارته یې وغوښتل څو د خلکو ترمنځ د شخړو هواري لپاره په ټول هېواد کې قومي جرګې جوړې کړي.

هغه د وينې تويېدنې په مخنيوي او د دښمنۍ په پای ته رسولو کې قومي جرګې د حل معقوله لار بولي.

له بلې خوا، د دې شورا یو بل غړی ګل کریم تڼی چې د خلکو ستونزو هوارولو په موخه په قومي جرګو کې ګډون کوي وایي، کومې ستونزې چې د دې شورا له لارې هواریږي، ډېرې یې سل کاله مخینه لري او کله چې د محاکمو له خوا حل نه شي، دوی ته مراجعه کوي.

نوموړي وویل چې د اسلامي شریعت او د ښکېلو لورو رضایت ته په کتو د خلکو دعوو او ستونزو ته رسېدنه کوي او د هغوی ترمنځ سوله کوي.

هغه د عبدالکریم تڼي په اړه وایي: «عبدالکریم چې څنګه خبر شي چې د دوو کسانو ترمنځ جنجال پېښ دی، لاس په کار کېږي او د خلکو ستونزو هواري په موخه نه ستړې کېدونکي هڅې کوي څو د دوو کسانو ترمنځ سوله او ورورولي ټینګه شي.»

ورته مهال، د عبدالکریم هڅې د کندوز د مدني فعالانو او اوسېدونکو له تود هرکلي سره مخ شوې دي.

یو مدني فعال مجاهد نوراني د دې شورا په اړه وایي: «تڼی صاحب هغه څوک دی چې د خلکو سلګونه جنجالونه او لانجې یې حل کړي؛ باید موږ د داسې کسانو هڅې وستایو، داسې انسانان ډېر کم پیدا کېږي چې پردی غم خپل غم ګڼي او د خلکو ترمنځ سوله او ورورولي رامنځته کوي.»

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي وحیدالله کاروان هم د خلکو ستونزو هوارولو لپاره د شوراګانو او قومي جرګو رول با ارزښته بولي او د تڼي په څېر د خیرخواه خلکو له هڅو یې مننه کوي.

هغه زیاته کړه: «د خلکو ترمنځ د ستونزو هوارول ډېر اړین دي؛ په دې وطن کې ډېرې ستونزې او مشکلات دي، نو په داسې حالاتو کې د تڼي صاحب په څېر کسانو رول مهم دی، همدا شورا ده چې د خلکو ترمنځ یې جنجالونه او مشکلات له منځه وړي او د ورورګلوۍ فضا یې رامنځته کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ستونزو هوارولو یوه لار همدا شوراګانې او قومي جرګې پېژندل کېږي چې کله کله دولت هم وړې قضیې دهواري لپاره قومي مشرانو ته سپاري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.