Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې پولیسو د جعلي اسنادو جوړولو په تړاو درې کسان نیولي

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وایي، درې کسان یې د پیسو په بدل کې خلکو ته د جعلي نکاح‌خطونو او د دوولسم ټولګي فراغت سندونو جوړولو په تور نیولي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران په خپله ټوېټرپاڼه کې د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې یاد کسان د امنیتي ځواکونو له لوري لاس په لاس نیول شوي دي.

د یادونې ده، تېره ورځ د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن هم رسنیو ته ویلي و چې تېر کال له ۲۰۰ ډېر کمېشن‌کاران او جعل‌کاران عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.