ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«تخار کې تر ځمکه لاندې د اوبو کچه له یو تر درې مترو پورې ټيټه شوې ده»

«تخار کې تر ځمکه لاندې د اوبو کچه له یو تر درې مترو پورې ټيټه شوې ده»

author avatar
3 Apr 2023 - 16:10
«تخار کې تر ځمکه لاندې د اوبو کچه له یو تر درې مترو پورې ټيټه شوې ده»
author avatar
3 Apr 2023 - 16:10

تالقان (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): تخار کې یو شمېر خلکو او د چاپېریال ساتنې برخې پوهانو تر ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، سږ کال د ډېرې یخنۍ له امله په دغه ولایت کې د ډېرو نیمه‌ژورو څاګانو اوبه وچې شوې او تر ځمکه لاندې د اوبو کچه له یو تر درې مترو پورې ټيټه شوې ده.

خو مسوولینو د اوبو ټيټېدو لامل وچکالي او د نفوس ډېرېدل بولي او وایي، د هوا په ګرمېدو سره به دغه ستونزه بېرته حل شي.

د چاپېریال ساتنې چارو یو کارپوه حجت‌الله وایي، سږ کال د دوامدارو یخ له امله په یاد ولایت کې تر ځمکې لاندې اوبه له یو تر درېیو مترو ټيټې شوې چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي چې دغه ستونزه به د هوا په ګرمېدو سره بېرته هواره شي.

د هغه په خبره، د نیمه ژورو څاګانو وچېدو له امله ډېری خلک ښاري اوبو ته لاسرسی نه لري او زیاتوي چې دا ستونزه دې مسوولین حل کړي.

د چاپېریال ساتنې چارو یو بل کارپوه انجنیر امین‌الله وایي: «ډېرې څاګانې هر کال په ژمي کې وچېږي، خو د تېر کال تر صفر لاندې ساړه د دې لامل شول چې په دغه ولایت کې تر ځمکې لاندې اوبه ډېرې ټيټي شي چې اوس خلک له ستونزو سره مخ دي.»

د هغه په خبره، دا ستونزه د هوا په ګرمېدو سره همهاله او د اوبو کچې له راجګېدو سره حل کېږي.

په تخار کې یو مدني فعال عبدالله وایي: «یوه ورځ اوبه لرو، یوه ورځ یې نه لرو، ډېرې نیمه ژورې څاګانې وچې شوې، کله کله داسې هم وي چې د اوداسه لپاره هم اوبه نه پیدا کېږي؛ سږ کال ژمی ډېر یخ و، کېدای شي هماغه تر صفر لاندې یخني به وه چې تر ځمکې لاندې اوبه ټيټې شوې او خلک یې د څښلو پاکو اوبو له کمښت سره مخ کړي دي.»

په ورته وخت کې د تخار د اوبو رسونې مسوول حقیار د نفوس ډېروالی او وروستۍ وچکالي د نیمه ژورو څاګانو وچېدو لامل بولي او ډاډ ورکوي چې د تالقان ښار په اتو ناحیو کې د اوبو رسونې ۲۴ ساعته خدمات دوام لري او دا ستونزه به هم د هوا په ګرمېدو سره هواره شي.

دا په داسې حال کې ده چې تخار له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې د اوبو ډېرې سرچينې لري او تر اوسه د کرنې په برخه کې د اوبو له کمښت سره نه دی مخ، خو تېر کال ژمی د دې لامل شو چې په دغه ولایت کې تر ځمکې لاتدې اوبه ټيټې شي.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.