کابل (پژواک، ۱۶ وري ۱۴۰۲): د مالیې وزارت د افغانستان لاس بېاسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسه د روان کال تر پایه تمدید کړه او وایي چې سر له سبا بېاسنادو موټرو ته د ګرځېدو اجازه نه ورکوي.
د ترافيکو عمومي رياست د روانې کب میاشتې په ۲۰مه وویل چې د جنايي پېښو، د عامه نظم اخلال او د ترافيکي بېنظميو مخنيوي لپاره بېاسنادو يا ښي لاس يو کليد موټرو ته درې کلن موقت اسناد ورکوي او دا لړۍ به درې مياشتې دوام ولري.
د پژواک د یوه راپور له مخې، ځينو کسانو غوښتنه کړې وه چې دغه موده دې وغځول شي.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د کابینې په تایید د افغانستان لاس بېاسنادو (یوکیلی) موټرو د ثبت او محصول پروسه د شته کړنلارې له مخې د روان ۱۴۰۲ کال تر پایه تمدید شوه.
سرچینې لیکلي، یاده پروسه سر له سبا د هېواد په اوو زونونو (کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندوز او پکتیا) کې پیلېږي.
خبرپاڼه کې راغلي، د یوکیلي موټرو د ثبت او محصول په شته کړنلاره کې د خلکو اقتصادي حالت په پام کې نیول شوی او پر داسې لارو چارو فکر شوی چې د بېاسنادو موټرو مالکین وکولی شي خپلو موټرو ته اسناد واخلي.
مالیې وزارت لیکلي چې له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۰ ماډل موټرو ته ۶۰ سلنه تخفیف، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ ماډل موټرو ته ۵۰ سلنه تخفیف او د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۲ ماډل موټرو ته ۲۵ سلنه تخفیف ورکړل شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بېاسناده موټرو له ګرځېدو د مخنیوي او ګمرک ته د یادو موټرو تسلیمولو په موخه له اړوندو ادارو یو کمېسیون جوړ شوی چې د یادې پروسې له پیل سره به چا ته اجازه ورنه کړي چې بېاسناده موټر وګرځوي.