[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت په فلسطین کې پر الاقصی جومات او لمونځکوونکو د اسرائیلي ځواکونو برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د راپورونو له مخې، د اسرائیلي ځواکونو د تېرې شپې په دغه برید کې شاوخوا ۱۰۰ بېګنا فلسطینیان ټپیان شوي او ۴۰۰ نور د دغو ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وري په ۱۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسرائیلي ځواکونو له لوري له مظلومو فلسطینیانو سره دغه ډول بشرضد کړنې او د سپیڅلو اماکنو بېحرمتي له نړۍوالو، اسلامي او انساني قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده، ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی دی او د نړۍ مسلمانانو د احساساتو راپارولو لامل ګرځي.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې ګڼ شمېر عربي او اسلامي هېوادونو له اسراییلو سره سفارتي اړیکې جوړې کړې دي او پاکستان ورسره سوداګریزه راکړه ورکړه هم پیل کړې ده.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP