کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې راتلونکې شنبه ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د افغانستان مرکزي بانک نن (پنجشنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو- چې پر شرایطو برابر وي- غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
یاد بانک زیاته کړې چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.
د افغانستان بانک په داسې حال کې د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه ۱۵ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې په دې موخه په ۷۱ ځلونو کې ټولټال ۹۷۸ میلیون او ۵۰۰ زره امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP