[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۲): ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان سرپرست حکومت سره د هغې پرېکړې پر سر په خبرو بوخت دي چې ددغه سازمان په دفترونو کې پر افغان ښځینه کارکوونکو د کار بندېز لګولی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د وري په ۱۸مه، په نیویارک کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې او ویې ویل.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ددفترونو مشران مسوولین له سرپرست حکومت سره د هغې پرېکړې پر سر پر خبرو بوخت دي چې ددغه سازمان په دفترونو کې یې د افغان ښځو پر کار بندېز لګول شوی دی.
نوموړي وویل، تر هغې پورې چې له سرپرست حکومت سره کومې پرېکړې ته ورسیږي، دوی خپلو ټولو افغان کارکوونکو (نارینه ، ښځینه) ته ویلي جې دفترونو ته نه ځي.
بلخوا په کابل کې د ملګرو ملتونو دیوه دفتر افغان کارکوونکي پژواک ته ومنل چې دوی ته ویل شوي دفترونو ته مه ورځئ.
د ملګرو ملتونو ویاند وایي په کابل کې د یوناما مشرې اوتونبایوا د ملګرو ملتونو دامنیت شورا غړو ته د بندو دروازو شاته د یادې موضوع په اړه معلومات ورکړل.
سټیفن زیاته کړې : “ زموږ ټول کارکوونکي په افغانستان کې بشري مرستو رسولو کې نه ستړي کېدونکي فعالیتونه کوي، خو موږ د خپلو کارکوونکو امنیت ته هم پاملرنه کوو. “
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو افغان نارینه اړ ښځینه کارکوونکي د بشري مرستو رسولو کې مهم رول لوبوي، خو د ښځینه کارکوونکو پر ځای به نارینه ونه ګومارل شي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
[/restrict]
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن