ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: کندهار کې امنیتي ځواکونو یو وسله‌وال غل وژلی

چارواکي: کندهار کې امنیتي ځواکونو یو وسله‌وال غل وژلی

author avatar
9 Apr 2023 - 17:20
چارواکي: کندهار کې امنیتي ځواکونو یو وسله‌وال غل وژلی
author avatar
9 Apr 2023 - 17:20

کندهار (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۲): چارواکي وایي، د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې تېره شپه د «وسله‌والو غلو» او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې یو غل وژل شوی او یو بل ژوندی نیول شوی دی.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، غلو غوښتل د ډنډ ولسوالۍ په کاریزک سیمه کې له یوه کوره غلا وکړي چې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ شوي دي.

د هغه په وینا، «غلو» مقاومت کړی چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی، یو نیول شوی او یو بل په تېښته بریالی شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: «تېره شپه په ډنډ ولسوالۍ کې درې تنو غلو غوښتل له یوه کوره زرنج موټرسایکل او نور شیان غلا کړي چې امنیتي کسانو تعقیب کړي، وروسته هغوی ټکان کړی چې بیا یو غل وژل شوی، یو نیول شوی او یو تښتېدلی دی.»

تېره اونۍ هم په سپین بولدک ولسوالۍ کې غلو په یوه کور کې خاوند او مېرمن وژلي او د دغې کورنۍ ځیني نور غړي یې ژوبل کړي وو.

که څه هم په کندهار ښار او ولسوالیو کې هره اونۍ د امنیتي ځواکونو له خوا غله نیول کېږي، خو لا هم د غلو مخه نه ده نیول شوې.

د کندهار اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د اختر په نږدې کېدو سره باید د غلو مخه ونیول شي، ځکه کېدای شي په دې شپو او ورځو کې غلاوې لا ډېرې شي.

د کندهار اوسېدونکی سیداحمد په دې اړه وايي: «غلاوې خو ډېرې دي، اوس هم په سپينه ورځ پيسې، موټرسایکلان او نور شیان له خلکو اخیستل کېږي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې د غلو مخنیوی وشي.»

که څه هم ډېری وخت نیول شوي غله پر نشه‌يي توکو روږدي بلل کېږي خو خلک وایي، ډېری لويې غلاوې حرفوي غله کوي چې دا تر نورو ډېر خطرناک دي او باید په سزا ورسېږي.

Views: 225

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.