ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په ناور کې د لاسي‌بم چاودنې دوه ماشومان وژلي

د غزني په ناور کې د لاسي‌بم چاودنې دوه ماشومان وژلي

غزني ښار (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۲): د غزني امنيتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د لاسي‌بم چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.

د ياد ولایت امنیې قومندانۍ ویاند مولوي ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه پرون ماښام مهال شاوخوا ۶ بجې د ناور ولسوالۍ د برجګي درې په ګلزار سيمه کې د شاخان په کور کې هغه مهال شوې چې ماشومانو پر یوه لاسي بم لوبې کولې.

د هغه په خبره، په پېښه کې یو هلک او یوه نجلۍ چې یو ۵ او بل ۶ کلن دي، وژل شوې دي.

هغه زیاته کړه، یاد لاسي بم له تېرو جګړو پاتې و او ماشومانو له نورو زړو وسپنو سره راټول کړی و.

څه باندې دوه اونۍ مخکې (د وري ۳مه) هم د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د کوچیانو په یوه خېمه کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.