ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې یوې نوې خصوصي راډیو خپرونې پيل کړې

زابل کې یوې نوې خصوصي راډیو خپرونې پيل کړې

author avatar
10 Apr 2023 - 14:41
زابل کې یوې نوې خصوصي راډیو خپرونې پيل کړې
author avatar
10 Apr 2023 - 14:41

کلات (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۲): د زابل په مرکز کلات کې د پيغام په نوم یوې خصوصي راډیو په خپرونو پیل وکړ.

د دې راډیو مسوول روح‌الله حکیمي د راډیو پرانیستې مراسمو کې وویل، پیغام راډیو یې په خپل شخصي لګښت فعاله کړې چې د ۱۵ کارکوونکو پر مټ ۱۶ ساعته خپرونې وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه، دغه راډیو به د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو ترڅنګ د کندهار معروف او ارغستان ولسوالۍ هم تر پوښښ لاندې ولري او خپرونې به یې اورېدل کېږي.

دی وايي، هڅه کوي خلکو ته په دیني، تعلیمي، روغتیايي، ټولنیزو، اقتصادي، ورزشي، کرنیزو او خبري برخو کې معیاري خپرونې وړاندې کړي.

نوموړي هیله وښوده چې دولتي ادارې او رسنیز بنسټونه یې باید لاسنیوی او ورسره د اطلاعاتو شریکولو ترڅنګ دي یې مالي ملاتړ هم وکړي.

د زابل د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحنان وویل، د محلي رسنیو او خبریالانو ملاتړي دي او تل یې هڅه کړې د رسنیو اقتصادي او معلوماتو ته د لاسرسي برخو کې ستونزې حل کړي.

هغه زیاته کړه، رسنۍ د ولس لپاره کار کوي او د هغوی غږ ته انعکاس ورکوي نو ځکه یې باید ملاتړ وشي.

په زابل کې د افغانستان د رسنیو بنسټ ولایتي مسوول محمدلعل امیري وویل، په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته ډېرې راډیوګانې د اقتصادي او نورو ستونزو له امله وتړل شوې خو په زابل کې برعکس دا دی نوې راډیوګانې په فعالیت پیل کوي.

هغه زیاته کړه، د پیغام په نوم خصوصي راډیو فعالیت ښه خبر دی خو تمه لري ټولنې ته داسې خپرونې وړاندې کړي چې پر ژوند یې مثبت اغېز وکړي.

د یادونې ده، په زابل کې د دې نوې رادیو له فعالېدو سره د ټولو راډیوګانو شمېر ۶ ته ورسېد چې یوه یې دولتي او پنځه نورې یې خصوصي دي.

Views: 136

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.