Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې د ترافيکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

ګردېز (پژواک، ٢١ ورى ١٤٠٢): د پکتيا په شواک ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.

د پکتيا امنيې قوماندانۍ وياند منيب ځدراڼ پژواک ته وويل: «نن سهار د شواک ولسوالۍ د سټو کنډو سيمه کې ترافيکي پېښه شوې چې له امله يې دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.»

نوموړي وويل: «دغه پېښه هغه مهال وشوه، کله چې يو کرولا موټر له لويې لارې يوې لویې کندې ته وغورځېد.»

منيب وايي، ټپيان پر وخت روغتون ته رسول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دى.

د يادونې ده، د سټو کنډو يوه غرنۍ سيمه ده چې وخت ناوخت په کې دا ډول ترافيکي پېښې کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.