Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان وردګو کې د اوبو یوه بند جوړولو چارې پیل شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۲): د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې نن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان/ FAO په مالي ملاتړ د اوبو یوه بند جوړولو چارې پيل شوې.

د یاد ولایت د سیندیزې حوزې مسوولین وايي، پر یاد بند ۳۰۰ زره امریکايي ډالر لګښت راځي.

د میدان وردګو د سیندیزې حوزې رییس مولوي عبدالصمد حلیم پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد بند د دغې ادارې تر څارنې لاندې جوړېږي.

نوموړي زیاته کړه: «د سیداباد ولسوالۍ د مرکز اړوند په ګډه‌لک سیمه کې ۹۵۰ متره اوږد، ۵ متره سورور او ۵ متره لوړ دېوال جوړېدو کار نن پیل شو او د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړ شي.»

هغه وویل، په یاده پروژه کې ۱۸۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې او لګښت به یې د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان له خوا ورکول کېږي.

د میدان وردګو سرپرست والي محمدامین عمري وویل، روان کال به د ولایت په ډېری هغو سیمو کې د بیارغونې کارونه چټک شي چې پخوا د جګړو له امله بې‌برخې وو.

هغه زیاته کړه: «د اسلامي امارت مشران هوډ لري هغه خلک چې په تېر شل کلن نظام کې ډېر زیات وځورېدل او له زیاتو مشکلاتو سره مخ شول پاملرنه ورته وکړي او د دوی هر ډول ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

د ګډه‌لک سیمې اوسېدونکي د پروژې پر پیلېدو خوښي څرګندوي او د ورته نورو پروژو د پیل غوښتنه کوي.

د ګډه‌لک سیمې اوسېدونکي محمدقاسم پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې پروژې په پلې کېدو سره به یې ډېری کرنیزې ځمکې د سېلابونو له خطره وژغول شي.

هغه وویل: «خوشحاله یم چې ډېر وخت ورسته موږ ته دغه بند جوړېږي چې ورسره به مو ځمکې له سېلابونو په امن کې شي.»

د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي صدیق‌الله وویل، د دوی سیمه د تېرو جګړو له امله ډېره زیانمنه شوې او بیارغونې ته یې باید ډېره پاملرنه وشي.

د یادونې ده، تېره اوونۍ هم د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان له خوا د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ مېلیون افغانیو په لګښت د اوبو د مدیریت پروژې چارې پيل شوې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.