ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما: زموږ پر ښځینه کارکوونکو د بندیز منفي پایلو مسوولیت به د واکمنو چارواکو پر غاړه وي

یوناما: زموږ پر ښځینه کارکوونکو د بندیز منفي پایلو مسوولیت به د واکمنو چارواکو پر غاړه وي

author avatar
11 Apr 2023 - 15:26
یوناما: زموږ پر ښځینه کارکوونکو د بندیز منفي پایلو مسوولیت به د واکمنو چارواکو پر غاړه وي
author avatar
11 Apr 2023 - 15:26

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): ملګرو ملتونه وایي، په افغانستان کې د اسلامي امارت له خوا د دوی د ادارو پر افغان ښځینه کارکوونکو د بندیز پرېکړه نه شي منلی؛ ځکه چې د دغه سازمان د منشور او نړۍوالو قوانینو له مخې غیرقانونه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادو څرګندونو ترڅنګ پر ښځینه کارکوونکو د بندیز پرېکړه غندلې او زیاته کړې یې ده: «د دغه بندیز له لارې، واکمن طالب چارواکي هڅه کوي چې ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو او خدماتو وړاندې کولو او د هغو نورمونو او اصولو ترمنځ چې موږ یې د ساتنې دنده لرو، یو ډاروونکی انتخاب وکړي؛ دا باید روښانه وي چې پر افغان ولس د دغه ناورین هر ډول منفي پایلې به د واکمنو چارواکو پر غاړه وي.»

سرچینه زیاتوي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا له خوا د ۲۰۲۳ کال د مې تر پنځمې پورې د عملیاتي چارو د بیاکتنې لړۍ پیل شوې ده.

یوناما لیکي چې ملګري ملتونه به په دې موده کې اړینې مشورې وکړي، عملیاتي تنظيم  به رامنځته کړي او د ټولو ممکنه پایلو لپاره به چټک بېړني پلانونه جوړ کړي.

سرچینه زیاتوي: «ملګري ملتونه به د امنیت شورا له خوا له ټاکل شوي ماموريت سره سم له واکمنو طالب چارواکو سره  تر ممکنې کچې، اصولي او رغنده ښکېلتیا ته دوام ورکړي.»

یوناما د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي: «ټولو ملي کارکوونکو – ښځو او نارینه وو – ته لارښوونه شوې چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې دندو ته ولاړ نه شي، خو د يو لړ مهمو کارونو لپاره محدوده او محاسبه شوې استثنا موجوده ده.»

ملګري ملتونه به هڅه وکړي چې له بشردوستانه اصولو او معیارونو سره سم ژوند ژغورونکي او د وخت اړينو بشري فعاليتونو ته، د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د بين‌السازماني ادارو د دایمي کمېټې د طرحې له مخې دوام ورکړي او په لړ کې به يې د بندیز کچې، پیرامیترونو او پایلو ارزونه وکړي او هغه فعالیتونه به ودروي چې خنډ ورته جوړیږي.

یوناما زیاته کړې چې یاده موضوع به په دوامداره توګه تر څېړنې لاندې وي.

Views: 126

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.