کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د امریکا په کنټاکي ایالت کې د بانک یوه کارکوونکي پنځه کسان په خپل کارځای کې په ډزو وژلي دي.
اسوشیټډ پرس راپور ورکړی چې پرون سهار د کنټاکي ایالت په لویوېل ښار کې د بانک یوه کارکوونکي پنځه کسان د بانک دننه وژلي دي.
بریدګر یو ۲۵ کلن ځوان و چې له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی، خو د برید انګېزه تر اوسه نه ده معلومه.
د یادونې ده، په روان زېږدیز کال کې دا پنځلسم مرګونی برید دی چې په امریکا کې ترسره کېږي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن