مزارشریف (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): قزاقستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام د ۸۱ واګونه خوراکي توکو له جملې ۳۵ واګونه خوراکي توکي افغان پلاوي ته وسپارل.
د دغو مرستو د سپارلو په مراسمو کې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیحالله نوراني وویل: «قزاقستان له افغانستان سره د ۸۱ واګونه خوراکي توکو مرسته کړې چې نن یې ۳۵ واګونه افغان پلاوي ته سپارلي او پاتې ۴۶ واګونه به سبا وسپاري.»
بلخوا د بلخ ولایت مقام مرستیال نورالهادي ابو ادریس د یاد هېواد له مرستو مننه کوي او پر نورو ګاونډیو هېوادونو هم غږ کوي چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې وکړي.
د افغانستان لپاره د قزاقستان سفیر حلیم خان ایسینګلدیف وایي، د مرسته شوو ۸۱ واګونه خوراکي توکو له جملې یې ۳۵ واګونه خوراکي توکي- چې نخود په کې شامل دي- افغان پلاوي ته وسپارل.
د نوموړي په وینا، پاتې ۴۶ واګونه خوراکي توکي به سبا افغان پلاوي ته وسپارل شي چې غوړي، وریجې او د ماشومانو لپاره وچې شیدې پکې شامل دي.
د یادونې ده، له دې مخکې قزاقستان له افغانستان سره د ۴۲ ټنه درملو مرسته هم کړې وه.
Views: 129
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن