کندهار (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې په کندهار کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ۱۹۰۴ کسان نیول شوي چې ډېر یې پر غلا او قتل تورن دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ صابر دغه معلومات نن د سهشنبې په ورځ په امنیه قوماندانۍ کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال له رسنیو سره شریک کړل.
هغه وویل، تېر کال ۸۴۳ کسان د موټرونو، موټرسایکلونو او نورو توکو د غلا په تور، ۴۹ کسان د قتل په تور، ۴۸ کسان د انسان تښتوونې په تور، ۱۳۲ کسان د فزیکي شخړو او جنجالونو په تور، ۸۴ کسان د قمار په تور، ۱۴ کسان د جعلکارۍ په تور، ۳۹ کسان د غیرقانوني وسلې لرلو په تړاو او یو شمېر نور کسان د نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د هغه په وینا، دغهراز له نشهيي توکو سره په تړاو ۱۷۳ کسان نیول شوي چې ورسره شاوخوا ۱۳۰ کیلوګرامه چرس، تاریاک، شیشه، هیرویین، ۹۴۳۱ کیلوګرامه ومان او نور نشهيي توکي ترلاسه شوي دي.
صابر وایي، همداراز په کندهار کې یې د نشهيي توکو ۴ فابریکې هم له منځه وړې دي چې شیشه پکې تولیدېدل او پر ۸ سوه جریب ځمکه یې کرل شوي کوکنار او پر ۴۴۷ جریب ځمکه کرل شوي بنګ یې هم له منځه وړي دي.
حافظ صابر وویل، د تروریستي فعالیتونو په تړاو یې هم ۴۶ شکمن کسان نیولي او عدلي ارګانونو ته یې معرفي کړي، دغه راز ۶۵ میله تومانچې او ۳۶ میله بېلابېلې نورې وسلې یې هم له دوی سره نیولي دي.
نوموړي وویل: «موږ د تروریزم په تړاو هم ۴۶ شکمن کسان نیولي چې ۶۵ میله توفنګچې او ۳۶ میله غټې سلاوې لکه کلاشنکوف او ایمفور ورسره نیول شوي دي.»
په دغه خبري کنفرانس کې د کندهار امنیه قوماندان مولوي رحیمالله محمود هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونه د غلو او نورو مجرمینو پر ضد جدي اقدامات کوِي.
د هغه په وینا، جنايي او نور جرمونه د پخواني حکومت له وخته داسې فعالیتونه ګرځېدلي وو چې د مخنیوي لپاره یې هیڅ اراده نه وه.
هغه زیاته کړه: «په تېر حکومت کې جرمونو ته خپل لار جوړېدل او ځيني کسان داسې شوي وو چې دا جرمونه یې عادي کار باله؛ ځکه د جرمونو د مخنیوي اراده نه وه، خو اسلامي امارت په ټول توان سره هڅه کوي چې د هر ډول مجرمینو مخنیوی وکړي.»
د امنیې قوماندانۍ مسوولین داسې مهال د خپلو لاستهراوړنو په اړه خبرې کوي چې د کندهار اوسېدونکي له غلو څخه تنګ راغلي او وایي، په رڼا ورځ غله له خلکو موټرونه، موټرسایکلونه او نور توکي اخلي.
د کندهار اوسېدونکی جمعهګل په دې اړه وايي: «زما څخه غلو یو څو ورځې تر مخه تیلیفون واخیستی، پر موټرسایکل راته ودرېدل، سلا ورسره وه نو ما هیڅ نه شوای ورسره کولای، زما غوښتنه دا ده چې د غلو مخه دي ونیول شي.»
د کندهار اوسېدونکي وایي، ډېری کسان د بېروزګارۍ له امله غلا او نورو جرمونو ته مخه کوي، نو باید خلکو ته د کار زمینه برابره شي؛ څو په ټولنه کې د جرمونو کچه راټيټه شي.
Views: 53
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن