کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د کورنيو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې يې هغه پنځه کسان نیولي چې د «مجاهدينو» د ترور هڅه یې کوله.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د پولیسو ځانګړو ځواکونو هغه شریره ډله چې د اسلامي امارت مجاهدینو د ترور هڅه یې کوله، پیدا کړه او په جرم یې پنځه تنه نیولي دي.»
سرچینه زياتوي، دغه کسان د کابل ښار څلورمه او یوولسمه امنيتي حوزو اړوند سيمو کې نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې يادو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی.
سرچینه لیکي، د پنجشېر یوه اوسېدونکي چې دا مهال په سویډن کې استوګن دی، له یادو پنځو کسانو غوښتي وو څو له هېواده یې د کورنیو ایستلو لپاره «د اسلامي امارت مجاهدین» ترور کړي.
Views: 246
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن