ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه ښاروالۍ د ۱۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې پروژې پلي کوي

د لښکرګاه ښاروالۍ د ۱۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې پروژې پلي کوي

author avatar
12 Apr 2023 - 22:19
د لښکرګاه ښاروالۍ د ۱۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې پروژې پلي کوي
author avatar
12 Apr 2023 - 22:19

[restrict paid=”true”]

لښکرګاه ( پژواک ، ۲۳ ، وری ۱۴۰۲ ) : د هلمند د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین وایي چې د روان مالي کال په  جریان کې د ښاروالۍ په اتو ناحیو کې له انکشافي بودیجې د ۱۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلي کوي.

د لښکرګاه ښاروالۍ د زېربېنا مسوول انجنیز محمد عباس ځیرک پژواک خبري اژانس ته وویل ، لښکرګاه ښاروالۍ په دغه روان  مالي کال کې د ښار کې په ۸ ناحیو کي ۱۷ وړې او لویې پروژې پلي کوي چې د ښاروالۍ له خپلې انکشافي بودیجې څخه ۱۹۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

نوموړی وایې ، په دې بوروژو کې سړکونه جوړول ، او پارکونو جوړل او یو لړ نورې پروژې شاملې دي .

په همدې مهال بیا  د لښکرګاه ښاروال مولوي روح الله روحاني د لښکرګاه ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې د ښار د ښکلا او نورو برخوکې د ښاروالۍ د کارکوونکو سره مرسته وکړي ترڅو د بیارغونې دا پروژې په معیاري ډول ترسره شي.

د هغه په وینا، په ښار کې راټول شوي محصول بیرته په ښار کې لګول کیږي ، ولس باید له مسوولینو سره همکاري وکړي.

بلخوا بیا د لښکرګاه ښار اوسېدونکي هم د ښاروالۍ د یادو ر غنېزو پروژي په پلي کېدو سره خوښي څرګند وي خو غوښتنه کوي په یاد پروژو کې دي هغه برخو ته لومړیتوب ورکړل شي چې د خلکو اړتیا ورته ولري .

د لښکرګاه ښار یو تن اوسيدونکي محمد ايوب پژواک ته وویل ، کومې پروژې  چې د  ښاورالۍ لخوا پلي کېږي  باید د  ښار کې هغه برخو کې تطبیق شي چې د خلک اوس هم ور سره په ستونزوکي دي .

[/restrict]

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.