ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال نورستان کې طبیعي پېښو درانه زیانونه اړولي

تېر کال نورستان کې طبیعي پېښو درانه زیانونه اړولي

author avatar
12 Apr 2023 - 15:24
تېر کال نورستان کې طبیعي پېښو درانه زیانونه اړولي
author avatar
12 Apr 2023 - 15:24

پارون (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۲): په نورستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مسوولین وايي، تېر کال په دغه ولایت کې د طبیعي پېښو له امله ۳۴ کسان مړه، ۴۶ نور ټپیان او له ۱۵ زره ډېر څاروي تلف شوي دي.

د یادې ادارې رییس مولوي قیام‌الدین جانباز پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېر دغه زیانونه د تېر ۱۴۰۱ کال په اوږدو کې د سېلابونو او په چنګاښ میاشت کې د بې‌موسمه واورې ورېدو له امله اوښتي دي.

نوموړی وايي، د زیانونو ډېره برخه د شرقي نورستان د کامدېش ولسوالۍ په «کمو» سیمه کې وه چې اورښت او سېلابونو په کې ۱۵ کسان مړه او تر ۳۰ نور ټپيان کړل.

د هغه په خبره، د ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته مالي زیان هم اوښتی چې له جملې یې د خلکو ۸۲ کورونه په بشپړ ډول او ۱۴۲ کورونه په قسمي ډول ویجاړ شوي وو.

نوموړي په یاد کال کې له زیانمنو وګړو سره د مرستو یادونه هم وکړه او ویې ویل، دغې ادارې له ۷ زره ۲۴۰ زیانمنو کسانو سره د خوراکي توکو او کېږدیو مرسته کړې ده او له ۱۷ زره ۸۶۹ کورنیو سره بیا له دوی سره په همغږۍ د موسسو له لوري بېلابېلې مرستې شوې دي.

جانباز یادونه وکړه چې تېر کال د خوراکي توکو په بدل کې شاوخوا ۱۲ کیلومتره هغه سړکونه هم رغول شوي چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي وو.

خو نوموړي وویل چې د ویجاړ او زیانمن شوو کورونو له څښتنانو سره د سرپناه په برخه کې کومه مرسته نه ده شوې او له داخلي او بهرنیو مرستندویه ادارو غواړي چې دغه زیانمن شوي له یاده و نه باسي.

د نورستان د نورګرام ولسوالۍ د تتین درې یوه قومي مشر حضرت نبي وايي، د تېر کال په چنګاښ میاشت کې بې‌موسمه واورې د دوی د سیمې د مالدارانو زرګونه څاروي له منځه یووړل او زرګونه نور يې د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړل خو په خبره يې، هیچا ورسره په عملي ډول مرسته و نه کړه .

هغه زیاتوي، له دغو طبیعي پېښو وروسته د دوی سیمې ته د دولت مسوولین او د مرستندویه موسسو استازي ورغلل او احصایې یې واخیستې، خو په خبره يې چې په عملي ډول یې دوی ته نه څه ورکړل او نه یې هم بېرته درک معلوم شو.

یاد قومي مشر وایي، د دوی د سیمې د خلکو ټوله هستي نیستي پر مالدارۍ ولاړه ده، نو کله چې هغه زیانمنېږي خلکو ته په مستقیم ډول ژوند سختېږي .

د کامدېش ولسوالۍ د طبیعي پېښو له امله یو زیانمن رحیم‌الله وايي، تر اوسه یې کورونه ویجاړ پراته دي او دوی له خپلوانو سره دېره دي؛ ځکه چې له مرستو پرته د خپلې مېنې بېرته جوړولو توان نه لري.

هغه زیاتوي، د سیلاب له امله یې کرنیزه ځمکه او د مېوو بڼ هم ویجاړ شوی او اوس په تنګلاسۍ کې ژوند تېروي.

د هغه په خبره، د اقتصاد وزارت تېر کال دوی ولایت ته وغوښتل او هلته يې د هر ټپي کورنۍ ته لس زره او د هر شهید کورنۍ ته -چې په همدغه سېلاب کې يې ژوند بایللی و- پنځلس زره افغانۍ مرسته ورکړه چې دا هیڅ هم نه وه او دوی هسې وکړېدل .

نورستان د هېواد په ختیځ کې غرنی ولایت دی چې تېر کال پکې سېلابونو او بې‌موسمه واورو دغه زیانونه واړول. همدارنګه وړم کال هم د کامدېش ولسوالۍ د میردېش کلی سېلاب لاهو کړی و چې له امله یې تر سلو ډېر وګړي مړه او ټپیان شوي وو .

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.