Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مالیې وزارت: تېر کال ۵۲۰ بهرنیو بنسټونو ته مالیاتي معافیت ورکړل شوی

کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې په افغانستان کې ۵۲۰ بهرنیو بنسټونو او انجوګانو ته چې د بشري مرستو په برخو کې فعالیت کوي، مالیاتي معافیت ورکړل شوی او له امله يې دغه وزارت شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ عواید له لاسه ورکړي دي.

ماليې وزارت نن (چهارشنبه) په خپله ټویټرپاڼه کې د خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، د دغه وزارت له لوري په هېواد کې ټولو بهرنیو بنسټونو او انجوګانو ته چې د بشرپالو مرستو په برخه کې فعالیت کوي، تېر کال کې مالیاتي معافیت ورکړل شوی دی.

سرچینه کاږي، په تېر ۱۴۰۱ مالي کال کې په افغانستان کې مېشتو ۵۲۰ بهرنیو بنسټونو او انجوګانو ته چې د بشري مرستو په برخو کې فعالیت کوي، مالیاتي معافیت ورکړل شوی چې د ورکړل شوي مالیاتي معافیت له امله مالیې وزارت شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ عواید له لاسه ورکړي دي.

سرچینه زیاتوي، مالیې وزارت په افغانستان کې مېشتو بهرنیو بنسټونو ته د دوی د بشري فعالیتونو د ترسره کولو په برخه کې د پام وړ مالیاتي اسانتیاوې برابرې کړې او د بشري مرستو د لېږد او عادلانه وېش په برخو کې له یادو بنسټونو سره پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دی.

د مالیې وزارت دوې ورځې وړاندې (د وري ۲۱مه)، په تېر ۱۴۰۱ مالي کال کې نړۍوالو سازمانونو، انجوګانو، دولتي ادارو او سفارت‌خانو بشردوستانه مرستو مالونو ته د څه باندې ۲۲۴،۶ میلیارده افغانیو په ارزښت ګمرکي معافیت خبر ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.