اټلانټا (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۲): روسیې، چین، ایران او پاکستان په څلوراړخیزه ناسته کې د افغانستان له سرپرست حکومته د هغو ډلو پر ضد د کلکې مبارزې غوښتنه کړې چې دغه هېوادونه یې خپلې خاورې او امنیت ته خطر ګڼي.
ایراني رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله د وري په ۲۴مه، خبر ورکړی چې دا یوه غیررسمي څلوراړخیزه ناسته وه چې د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې شوې ده.
د دغې څلوراړخیزې ناستې ګډونوالو په یو ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې له «ترهګرۍ سره تړلي امنیتي وضعیت په اړه» د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
دوی ویلي چې «د داعش، القاعدې، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، تحریک طالبان پاکستان، د بلوچستان د ازادۍ ځواک، جیش العدل او داسې نورې ټولې ترهګرې ډلې چې په افغانستان کې دي، د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ» دی.
یادو هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د هغو ډلو پر ضد کلکه مبارزه وکړي چې دوی یې خپلې خاورې او امنیت ته خطر ګڼي.
د یادونې ده، چین د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک د خپلې خاورې پر ناارامیو تورنوي او پرون د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه په خپله تازه تګلاره کې له سرپرست حکومته غوښتي چې د دغې ډلې پر ضد اقدامات وکړي.
د ایران حکومت بیا «جیش العدل» خپله وسلهواله مخالفه ډله بولي او پر ترهګریزو بریدونو یې تورنوي.
پاتې دوې نورې ډلې بیا د پاکستان پر ضد پر بریدونو تورنې بلل کېږي.
د افغانستان سرپرست حکومت بیا وایي چې د داعش ډله یې ځپلې ده، په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی او اجازه نه ورکوي چې هېڅ یوه ډله د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
د یاو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په اعلامیه کې پر دې هم ټېنګار شوی چې سرپرست حکومت باید په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره لا جدي اقدامات وکړي او په دې اړه دې خپلې ژمنې پوره کړي.
سرچینې زیاته کړې، سرپرست حکومت باید د بهرنیو وګړو او بنسټونو د ساتنې، امنیت او مشروع حقوقو لپاره اغېزناک اقدامات وکړي او هر «شخص چې پر بهرنیو وګړو او بنسټونو د هر ډول برید او یا د برید د ګواښ مسئوول دی، باید ځواب ووايي.»
په ازبکستان کې د ایران، چین، پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې دا هم ویل شوي چې افغانستان باید «د نړۍوالې همکارۍ ځای وي، نه د جیوپولتیک رقابتونو.»
Views: 152
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن