ښرنه (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۲): د پکتیکا د مخابراتو او ټکنالوجۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په ډیله ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د موبایل مخابراتي شبکې غږیز او انټرنيټي خدمات پیل شول.
د مخابراتو او ټکنالوجۍ ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یادې ولسوالۍ کې په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې د موبایل شبکې خدمات پیلېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، په یادې ولسوالۍ کې دا لومړی انتن د سلام شبکې دی چې د سلام شرکت له خوا د «وايټل بایټ» شرکت په تخنیکي مرسته جوړ شوی چې 3G انټرنیټ اسانتیا هم لري.
د یادې ولسوالۍ خلک د مخابراتي خدماتو پر پیلېدو خوښي ښيي او وايي، اوس به یې ډېر کارونه اسانه او ګڼې ستونزې به یې حل شي.
د ډیلې ولسوالۍ د جلالخېلو سیمې یوه مخور حاجي سونا پژواک خبري اژانس ته وویل: «خلک ډېر خوشحاله دي، لکه د اختر میاشت چې را ښکاره شوې وي، ځکه چې دا اول وار دی چې موږ ته د موبایل شبکې انتن فعال شو.»
نوموړی زیاتوي چې پخوا به یې یو بل سره او نور سیمو کې کسانو سره اړیکه نه کېده چې کارونه به یې له ځنډ او خنډ سره مخ ول.
د ډيلې ولسوالۍ اړوند د نظامخېلو سیمې یو مخور ملک شېرو پژواک خبري اژانس ته وویل چې د شبکې په فعاله کېدو سره به د دې سیمې یوه اندازه ستونزې کمې شي خو په خبره یې چې په دې برخه کې لا هم ډېرې ستونزې شته.
ملک شیرو وایې: «موږ تر اوسه له دې نعمت نه بېبرخې وو، اوس د شکر ځای دی چې یو انتن فعال شو، خو دا به بسنه و نه کړي؛ ځکه ټولو سیمو کې خو دې یو انتن نه شبکه کار نه کوي.»
د یادولو ده، د پکتیکا ۹ نورې ولسوالۍ لا هم د موبایل شبکې له خدماتو بېبرخې دي چې اوسېدونکي یې له ګڼو سونزو سره لاس او ګرېوان دي.
Views: 312
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن