کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۲): د اسلامي امارت مشرتابه ویلي، عدالت د یوه حکومت د بقا ذریعه ده او له قاضیانو يې غوښتي چې په خپلو پرېکړو کې عدالت تامین کړي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه د اسلامي امارت د امير مولوي هبتالله اخندزاده یوه وینا خپره کړې چې په کې یې په دې اړه قاضیانو ته توصیه کړې ده.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي، د خلکو لپاره له قاضیانو داسې عدالت غواړي لکه خلفاى راشدينو به چې له خلکو سره په خپلو پرېکړو کې کاوه.
هغه ویلي: «عدالت د یوه حکومت د بقا ذریعه ده؛ د ځينو سره حکومت نه پاتې کېږي، یو مظلوم په محبس کې ناست دی، ظلم، شکنجه، وهل، بل دا خو معلومه ده چې د ده او د رب ترمنځ هیڅ پرده نشته، رب ج به یې سوال قبول کړي، په یوه ساعت کې نه په یوه ثانیه کې به ټول امارت وغورځوي… خو که چېرې عدالت وي، بیا به نو بقا هم وي.»
هغه وایي، که چېرې عدالت نه وي، ظلم پیدا شو، خودخواهي پيدا شوه، بې له محکمې وژنې وشوې، انتقامونه شروع شول، دا «ملک به تباه کېږي»؛ ځکه له ظلم سره بقا نه وي.
هغه وایي، د دغه ظلم مخنیوی د علماوو په حقاني فیصلو او د حکومت په صحیح اجرااتو باندې کېږي.
د اسلامي امارت مشرتابه دغه راز ویلي: «داسې نه چې د یوه چا د پنځو روپیو دعوه ده، د هغه سر هم وهل کېږي شا یې هم وهل کېږي او د بل سړي د سل جریب ځمکې دعوه ده او هغه ته څوک غږ نه کوي؛ ځکه چې هغه سفارش لري، ملګري لري، واسطه لري، لکه مخکې نظامونو کې به چې زورواکان وو او پر حکومت باندې به یې منګولې ښخې کړې وې.»
د اسلامي امارت مشرتابه له دې مخکې هم له حکومتي چارواکو غوښتي وو چې عدالت ټینګ کړي او ملګرتیاوې ونه پالي.
Views: 138
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن