Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کوچني مقیاس ۱۰ کانونه دواطلبۍ ته وړاندې کېږي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هېواد په څلورو ولایتونو کې د کوچني مقیاس کان کېندنې ۱۰ ساحې داوطلبۍ ته وړاندې کوي.

دغه وزارت نن د وري په ۲۶مه په خپله ټویټرپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي: «د کانونو او پټرولیم وزارت د کوچني مقیاس ۱۰ کان کېندنې ساحې چې په هرات، بادغیس، ننګرهار او اروزګان ولایتونو کې موقعیت لري، د علاقه‌مندانو د خبرولو لپاره اعلان ته سپاري.»

سرچینې لیکلي، لېوال کسان کولی شي چې د روانې وري میاشتې له ۲۷مې د را روانې غویي میاشتې تر ۲۶مې خپل غوښتنلیکونه د منرالونو د تنظیم لوی ریاست ته وسپاري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له ټاکلې نېټې وروسته غوښتنلیکونه د منلو وړ نه دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یادو سیمو کې د سلسټین، نفرایټ، مرمر، ګچ، رخام او اراګونیټ کانونه شته دي.

د یادونې ده، د کانونو او پټرولیم وزارت د روانې وري میاشتې په ۱۹مه هم د هېواد په درېیو ولایتونو کندهار، غور او لغمان کې د کوچني مقیاس ۱۲ کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.