[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲): پاکستان وایي چې د بهرنیو چارو وزیر یې له افغان سیال سره د دواړو هېوادونو پر «ګډو ګټو» خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د وري په ۲۶مه د شپې ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له خپل افغان سیال امیرخان متقي سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې اړیکه کې دواړو لورو پر یو شمېر ګډو ګټو خبرې او بحثونه وکړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري یو ځل بیا د یوه باثبات، سولهییز او سوکاله افغانستان لپاره د خپل هېواد ژمنتیا څرګنده کړه.
د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
[/restrict]
Views: 266
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن