کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وايي، په پکتیکا کې د برمته کېدو په یوه پېښه کې ۹ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
سرچینې ويلي، پېښه د یاد ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې یو قاتل یوه کور ته په زور ننوت او له اوږدې کلابندۍ وروسته ووژل شو، وروسته د دغه کس دوو مېرمنو د یادې کورنۍ ۱۱ کسانو ته مرګژوبله واړوله.
د کورنیو چارو وزارت له خوا نن (د وري ۲۷مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې د پېښې دقیق وخت ته اشاره نه ده شوې.
خو سرچینې ويلي: «د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ اړوند پاینديخېل کلي کې تېره پنجشنبه پنځه بجې یو تن مسلح چې د نیازمحمد په نوم دی، له خپلو دوو ښځو سره یو ځای د نظامالدین کور ته په زور داخل شول چې هلته کور کې ميشت تقریبا ۴۰ تنه غړي یې برمته ونیول.»
سرچینې زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو یاد کور د اوږدې مودې لپاره کلابند کړی و، خو د کلي مشرانو او د یاد کور د غړي په غوښتنه يې عملیات پيل کړل او قاتل یې وواژه.
خبرپاڼه وايي: «له اوږدې محاصرې وروسته د کور د غړي شمسالدین او کلیوالو مشرانو په غوښتنه د عملیاتو اجازه ورکول شوه چې د عملیاتو په جریان کې لومړی یاد مجرم د لیزر په توسط ووېشتل شو او له منځه ولاړو.»
سرچینې همداراز ويلي، د امنیتي ځواکونو له خوا د نیازمحمد له وژل کېدو وروسته، د هغه دوو مېرمنو په کور کې له شته وسلې په استفادې د دغه کور برمته درې مېرمنې او درې ماشومان وژلي او پنځه نور غړي یې ټپيان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: «دغه کور ته د مجاهدینو له داخلېدو وروسته هغه دواړه زنانه هم له منځه یووړل شوې.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نیازمحمد څلور کاله وړاندې په خپل کلي کې د کورني تاوتریخوالي له امله خپل خسر وژلی و او اوخښی يې ټپي کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP