Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دوبۍ ښار یوې ودانۍ کې اورلګېدنې ۱۶ کسان مړه کړي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): د متحده عربي اماراتو چارواکي وايي، د دغه هېواد دوبۍ ښار په یوه څو پوړیز استوګنځي کې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د اماراتو رسنیو د وري په ۲۷مه خبر ورکړی چې اورلګېدنه د الراس سیمې په اپارتمانونو کې چې د ښار یوه له زړو سیمو ده، رامنځته شوې ده.

چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، دا چې په دې پنځه پوړیزه ودانۍ کې څرنګه اور لګېدلی، په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د حکومت په اعلامیه کې د سوداګریزو او هستوګنې ودانیو له مالکینو غوښتل شوي چې د دې ډول پېښو مخنیوي او د خلکو د ژوند ژغورلو په خاطر د خوندیتوب لارښوونې او اصول مراعات کړي.

بلخوا پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په مړه شوو کې درې پاکستانیان هم شامل دي.

د یادونې ده، د ډېری هېوادونو خلک د دوبۍ په ګډون د متحده عربي اماراتو په نورو ښارونو کې ژوند کوي.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.