[restrict paid="true"]
مزارشریف (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ په تیمورک سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري د وري په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه د چهاربولک ولسوالۍ په تیمورک سیمه کې د سراچې او سوزوکي موټرو د ټکر له امله شوې ده.
هغه وایي، په دې پېښه کې دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
وزیري وایي، ټپیان د امنیې قوماندانۍ د شاهراه کنډک امنیتي کسانو له لوري د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ بولي.
د نوموړي په وینا، پېښه د چلوونکو د بې احتیاطۍ او ترافیکي قوانینو نه مراعاتولو له امله شوې ده.
د امنیتي مسوولینو په وینا، په دې پېښه کې یو ماشوم د ټپیانو په ډله کې دی او پاتې ټول یې نارینه لویان دي.
بلخ کې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تېر ۱۴۰۱ کال د دغه ولایت په کچه د ۷۵ ترافیکي پېښو په پایله کې ۱۶۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP