[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): د ګلبهار پانګونې بنسټ له لوري د ۷۰ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونې د «ګلبهار پلازې» په نوم یوه ستره پراختیايي پروژه پرانیستل شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې، د دې پروژې پرانیستې په مراسمو کې د ریاستالوزارا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون یو شمېر دولتي چارواکو، ملي سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په یادو مراسمو کې وویل، دمګړۍ په هېواد کې د پانګونې لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه مساعده شوې او نننۍ زېربنا د دې خبرې ښکاره ثبوت دی.
نوموړي دغه راز وویل، اسلامي امارت د ملي سوداګرو او پانګوالو هر اړخيز ملاتړ او د هغوی د سر او مال ساتنه خپل مسووليت او وجيبه ګڼي.
سرچینې زیاته کړه، افغانان به په نږدې راتلونکي کې په هېواد کې د اورګاډي پټلۍ غځېدو د کار او لويو لارو د بيارغونې چارو د پیل شاهدان و اوسي.
ملا عبدالغني برادر دغه راز له بهرمېشتو افغان سوداګر هم غوښتنه وکړه چې له افغانانو سره د مرستې او د هېواد په ودانولو کې د برخې اخیستنې په موخه دې هېواد ته راستانه شي او په کور دننه دې پانګونه وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریيس محمدیونس مهمند وویل، په هېواد کې، په ځانګړي ډول د افغان پانګوالو له لوري په مختلفو برخو کې پانګونه ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې ده.
د ګلبهار پانګونې اجرائيه مرستیال غلام رباني رباني وویل چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به یو ستر کمپلکس جوړ شي چې ۳۶۰ هټۍ، څه باندې ۳۰۰ هستوګنیز اپارتمانونه او شنه ساحه پکې شامل دي.
ټاکل شوې پر دې پروژه څه باندې ۷۰ میلیون امریکايي ډالر پانګونه وشي.
د یادونې ده، د دې پروژې په پلې کېدو سره به سلګونه کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP