ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

بدخشان کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

author avatar
16 Apr 2023 - 11:11
بدخشان کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې
author avatar
16 Apr 2023 - 11:11

فیض‌اباد (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): د بدخشان سیمه‌ییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې یوه ۲۵ کلن ځوان د کورنيو ستونزو له امله ځان زندۍ کړی او وژلی دی.

د فیض‌اباد د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر شفق‌الله همدرد وایي، یاد کس روغتون ته د لېږد پر مهال مړ شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې یاد کس تېره شپه ناوخته ځان‌وژنه کړې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وایي چې ۲۵ کلن احمد خالد تېره شپه د فیض‌اباد په نوي ښار کې د کورنۍ ستونزو له امله ځان زندۍ کړی او وژلی دی.

هغه زیاتوي چې یاد کس د پرزو پلورلو دوکان درلود او یوه اوونۍ مخکې مېرمن ترې جلا شوې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.