ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت تقاعد ته سوق شوي خپل څه باندې ۲۲۰ منسوبین په بالمقطع ډول بېرته جذب کړي

دفاع وزارت تقاعد ته سوق شوي خپل څه باندې ۲۲۰ منسوبین په بالمقطع ډول بېرته جذب کړي

author avatar
16 Apr 2023 - 15:18
دفاع وزارت تقاعد ته سوق شوي خپل څه باندې ۲۲۰ منسوبین په بالمقطع ډول بېرته جذب کړي
author avatar
16 Apr 2023 - 15:18

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزارت وایي، څه باندې ۲۲۰ ملکي او پوځي منسوبین چې په دې وروستیو کې د خپلو دندو د خدمت ټاکلې مودې پای ته رسېدو له امله تقاعد ته سوق شوي وو، په بالمقطع ډول بېرته جذب شوي دي.

د ملي دفاع وزارت دغه څرګندونې پر خپله ټوېټرپاڼه کړې دي.

سرچینې لیکلي، د ملي دفاع وزارت په تخنیکي، مسلکي او تخصصي برخو کې د غوره خدمتونو وړاندې کولو او په چارو کې د ځنډ مخنیوي په موخه د ياد وزارت د بېلابېلو څانګو ۲۲۶ منسوبین چې په دې وروستیو کې د خپلو دندو د خدمت ټاکلې مودې پای ته رسېدو له امله تقاعد ته سوق شوي وو، د کاري قانون په نظر کې نيولو سره د کارکوونکو د بالمقطع مقررې د تنظيم له مخې بياځلي په اړوندو قطعاتو کې ورته د خدمت زمينه برابره شوه.

سرچینه زیاتوي، په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت هغه اوازې ردوي چې ګواکې دغه وزارت فني او مسلکي پرسونل د ذاتي قانون له په پام کې نیولو پرته تقاعد ته سوق کړي دي.

دفاع وزارت لیکلي چې یاد وزارت د خپل پرسونل د افسرانو د ذاتي قانون او ملکي خدمتونو د مقرراتو له قانون پرته هيڅوک تقاعد ته نه دي سوق کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه وزارت ژمن دی چې مسلکي او متخصص کسان جذب کړي او د اړتیا په صورت کې د خپلو کارکوونکو له تجربو ګټه واخلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.