ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې د اوبو د وېش پر سر شخړه کې یو بزګر وژل شوی

بادغیس کې د اوبو د وېش پر سر شخړه کې یو بزګر وژل شوی

author avatar
17 Apr 2023 - 14:11
بادغیس کې د اوبو د وېش پر سر شخړه کې یو بزګر وژل شوی
author avatar
17 Apr 2023 - 14:11

قلعه‌نو (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): په بادغیس ولایت کې د اوبو د وېش پر سر د دوو کروندګرو ترمنځ د شخړې په پایله کې یو یې وژل شوی دی.

د بادغیس امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د دغه ولایت د غورماچ ولسوالۍ په تورجر سیمه کې د دوو کروندګرو ترمنځ د خپلو ځمکو اوبه کولو پر سر شخړه شوې ده.

سرچینې لیکلي، د دغې شخړې په پایله کې یو کروندګر د مقابل جانب له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د خبرپاڼې په پای کې راغلي چې قاتل له سیمې تښتېدلی او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.